کابل باختردزمري دمياشتې ٩ :
افغان امنيتي ځواکونو پرون دغزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې دعملياتو په ترسره کولو سره پنځه ويشت بوشکې اوبلن چاوديدونکي توکي ترلاسه کړل .
د٢٠٣ تندر قول اردو د دويمې لوا يوه افسر نظيف الله باخترآژانس ته وويل :
وسله والو ن طالبانو دغه توکي دغزني ولايت دمقر ولسوالۍ په خوزايي کلي کې په يوه ډپيو کې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې هغه په تروريستي فعاليتونوکې وکاروي.
ديوبل خبرله مخې :
وسله والو طالبانو دمقر ولسوالۍ د ليوني بازار په امنيتي پوستې بريد وکړ چې له مله يې درې تنه ووژل شول او يوه سيمه ييز پوليس شهيد او يو بل پوليس ټپي شو.