ټولنه

په غزني کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل/ د غویي ٦ مه / باختر
په غزني کې پرون د وسله والو طالبانو د څو توغول شويو مرميو د لګېدو له امله يو ملکي وګړى شهيد شو او ١٣ نور يې ټپيان شول.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت باختر آژانس ته وويل: د وسله والو طالبانو له لوري څو توغول شوي هاوانونه پر شاليز او آرزو کليو لګيدلي دي چې له امله يې يو ملکي وګړى شهيد شو او ١٣ نور يې ټپيان شول.
هغه زياته کړه: د دغې پېښې په ټپيانو کې د يوې کورنۍ ٩ غړي چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي؛ په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته