امنیت

په ننګرهارکې د څلور ديرشو تنو کورنيو او بهرنيو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر دوري  دوه ويشتمه :
د ننګرهار ولايت د داعشيانو او طالبانو په سنګرونو د نويو مرګانيو ځمکنيو او هوايي بريدونو ډګر و.
  دغه بريدونه په تيرو څلور ويشتو ساعتوکې د ننګرهار ولايت په يوشمېر سيمو کې د داعشيانو او طالبانو په سنګرونو ترسره شول .
  لومړى بريد تېره شپه په اچين ولسوالۍ کې د داعشيانو په پټنځي ترسره شو.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دې  هوايي او ځمکني بريدکې اوولس تنه داعشيان وژل شوي دي .
  ديوبل خبرله مخې:
اته تنه وسله وال طالبان د ننګرهار ولايت د خوږياڼيو او هسکي مېنې د ولسواليو په مربوطاتوکې د وسله والو طالبانو په سنګرونو د هوايي او ځمکنيو بريدونه له امله ووژل شول .
د ننګرهار د والي وياند وويل چې په دې بريدکې د دوو تنو پاکستانيانو په ګډون اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  د يوبلخبرله مخې:ک
اته تنه داعشيان د ننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د هوايي بريد په بهيرکې  ووژل شول او په لسګونه تنه نور ټپيان شول .
له بلې خوا په ننګرهارکې پوځيانو د ډار اچوونکو د جنګي وسايلو د شپږو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
  دغه ډيپوګانې د ننګرهار ولايت د هسکې مينې، نازيانو، کوټ او اچين د ولسواليو په مربوطاتوکې د پوځي عملياتوپه بهيرکې کشف شوي دي.
دغه راز ويل شوي دي چې د ننګرهار ولايت امنيتي مامورينو له تيرې شپې څخه  تر نن سهار پورې نهه ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
دغه ماينونه د ننګرهار ولايت په ډيرو ګڼ ميشتو سيموکې ځاى پرځاى شوي و  او د سيمې د خلکو په همکارۍ کشف شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته