نړۍ

پنځوس تنه مليشه طالبان په شمالي وزيرستان کې ووژل شول

ميرامشاه- جيونيوز –باختر د زمري دمياشتې ٢٧
د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمې پرون د پاکستاني پوځيانو د بمباريو له امله څه ناڅه ٥٠ تنه تروريستان ووژل شول .
باختر آژانس د پاکستان د جيو ټلويزيون د خبري سايټ له خولې خبر راکړ:
دغه بريدونه د شوال او ګور لامې په ناحيوکې ترسره شول چې له امله يې د تروريستانو پټنځي ويجاړ شول.
دغه راز په دغو هوايي بريدونوکې د تروريستانو د وسلو يوه ډيپو له منځه لاړه.
مخکې له دې د پاکستان د دفاع وزارت خبر ورکړ چې د خيبر ايجنسۍ په راجګل ناحيه کې د هوايي بريدونو له امله ١٥ تنه تروريستان ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته