امنیت

په قندهارکې دوه تنه په چاودنه کې ووژل شول

کابل/دلیندۍ۱۷مه/باختر
د يو ماشوم په ګډون دوه ملکي وګړي په قندهارکې د ماين په چاودنه کې ووژل شول.
په چاودنه کې چې پرون ناوخته د نېش ولسوالۍ بازار ته څېرمه وشوه؛ څلور نور ملکي وګړي ټپيان شول.
د رارسېدلو خبرونوله مخې: ماين په يو واټ کې ځاى پرځاى شوى و او د ملکي وګړو د تېرېدو په وخت کې وچاودېد.
د قندهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړ چې په چاودنه کې د يو ماشوم په ګډون دوه ملکي وګړي ووژل شول او څلور نور ټپيان شول.
تراوسه د دغه ماين د ښخولو مسووليت هېچا نه دى منلى، خو سيمه ييز خبرځايونه يې وسله وال طالبان عاملين بولي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته