فرهنګ

دسرپل ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست دنويو تاسيساتو دجوړولو کار پيل شو .

کابل باختر د ثور  پنځمه :
دسرپل ولايت  داطﻻعاتو اوفرهنګ   رياست  دنويو تاسيساتو  دجوړولو کار پيل شوه .
دغه تاسيسات  دسيمه ئيزو ارګانونو دادارې له خوا دنولسو مليونو افغانيو په لګښت جوړيږي .
دسرپل ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس بسم الله شريفي باختراژانس ته وويل  چې دغه نوي تاسيسات  په دريو پوړونوکې جوړيږي چې شپاړلس   اداري خونې ، دکنفرانسونو سالون ، کتابتون او نورې اداري ، فرهنګي برخې به ولري او دځاى دکمښت له پلوه به اوسنۍ ستونزې لرې کړي .
دسرپل ولايت  سرپرست عبدالملک  عظيمي ددغو تاسيساتو  دبنسټ  د ډبرې دايښودلو  په مراسمو کې  وويل چې په سرپل کې دټولو دولتي ادارو لپاره دتاسيساتو دجوړولو په مقصد هلې ځلې دوام لري .
ده له پيمان کار شرکت څخه وغوښتل چې دسرپل ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دتاسيساتو  په جوړولوکې کيفيت  په پام کې ونيسي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم                                         

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته