کابل باختر د کب ديارلسمه :
د ډار اچوونکو يو سرګروپ پرون دلوګر ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې ونيول شو .
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي باختراژانس ته وويل دلوګر ولايت دملي امنيت منسوبينو د ډار اچوونکو دغه سيمه ئيز سرګروپ له يوبل ډار اچوونکي سره دلوګر ولايت دمحمد اغې ولسوالۍ دزرغون ښار دده منګه په کلي کې دځانګړو عمليات په بهير کې ونيوه .
ديوبل خبرله مخې، دامنېې قوماندانۍ دامنيت آمر غلام سرور حيدري وويل دغه ډاراچوونکي دبادغيس ولايت دقادس ولسوالۍ دقال زردک دسيمې دپوليسو په يوستې دبريد په بهير کې ووژل شول .
ده زياته کړه چې په دې بريد کې دوه تنه پوليسان هم شهيدان شوي دي .
ختم_ ج – اکرم