امنیت

دحضرت سلطان ولسوالۍ لپاره دطالبانو نومول شوى ولسوال ووژل شو

کابل باختر دغويي دمياشتې ٢٦نيټه :
دسمنګانو ولايت دحضرت سلطان ولسوالۍ لپاره دطالبانو نومول شوى ولسوال پرون له خپلو اوو تنو افرادوسره ووژل شو.
دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو مسوول منيررحيمي باخترآژانس ته وويل   چې علم مخلص له خپلو افرادو سره  ددغه و لايت   دروى دو آب ولسوالۍ دقلعه سرخ په سيمه کې  په يوې امنيتې پوستې دبريد په بهيرکې ووژل  شو.
په دې جګړه کې لس تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول .  او دغه راز  دوه تنه  وګړني پاڅون کوونکي شهيدان  او دوه تنه پوليسان ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه  دطالبانوله شتون څخه څو کلي پاک شوي دي   او اوس طالبان داهنګرانوپه کلي کې راټول شوي دي.
دسمنګانو دولايتي شورا يو غړى  نقيب الله نثار وايي ؛  چې په دې  نښته کې يوشمير وګړني پاڅون کوونکي هم دامنيتي ځواکونو ترمنځ دريدلي او دطالبانو پرخلاف  جنګيږي.
پاى جذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته