کابل، د لېندۍ ۲۰مه، باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو له سرپرست خلیل الرحمن حقاني په کابل کې د قطر اسلامي دولت له سفیر سعید بن مبارک الخیارين د هغه په کاري دفتر کې د کتنې پرمهال د راستنېدونکو په ستونزو او اړتیاو خبرې وکړې.
په دې کتنه کې خلیل الرحمن حقاني له افغانستان سره د قطر هېواد همېشنۍ همغږي او مرستې وستایلې او زیاته یې کړه، د ژمي په رارسېدو سره د راستنېدونکو ستونزې زیاتې شوې دي.
نوموړي وویل چې د کډوالو چارو وزارت د خپل پلان له مخې هڅه کوي د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي او په دې برخه کې د بشرپاله هېوادونو مرستو ته هم اړتیا ده.
ورته مهال د قطر سفیر وویل، له افغانانو سره اړیکې د ځان لپاره ویاړ ګڼم، قطر هېواد د زلزله ځپلو سره هم ٦٠ ټنه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وکړې او د راستنېدونکو لپاره به هم خپلې هڅې ونه سپموو.
نوموړي وویل، څو ورځې مخکې په دوحه کې د اسلامي هېوادونو یوه ناسته وه، چې په هغې کې د افغانستان په ملاتړ ټینګار وشو او د بشري مرستو په اړتیا هم خبرې وشوې.