سیاست

جمهور رييس غني: دحج او اوقافو وزارت سږکال د حاجيانو د استولو د بهير لپاره لازم تدبيرونه نيولي دي

کابل باختر د غبرګولي دمياشتې  ١٥ :
جمهور رييس  محمد اشرف غني نن د هېواد له يوشمېر عالمانو سره وکتل .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې د جمهوري رياست په ارګ کې وشوه؛ جمهور رييس په ملي مسئلوکې د عالمانو رول مهم وباله او ټينګار يې وکړ چې د دولت اساسي هدف  د ارګ  او جومات ترمنځ د واټن کمول دي .
جمهور رييس غني سولې ته رسيدل د افغانستان د خلکو  له اساسي هدفونو څخه وبلل او په دې برخه کې يې د عالمانو په رول ټينګار وکړ.
ده دغه راز زياته کړه چې له بده مرغه زموږ هېواد له تپل شوې جګړې سره مخامخ دى.
په دې کتنه کې عالمانو، سوله يو الهي امر وباله او ټينګار يې وکړ چې په هېواد کې د سولې د تامينولو په لاره کې د دولت د هلوځلو ملاتړکوي.
جمهور رييس دغه راز د بيت الله شريف د زيارت کوونکو د استولو په اړوند د دولت د روان کال د پروګرام په باب وويل چې لازم او جدي اقدامات او تدبيرونه  ترلاس لاندې دي چې افغان حاجيانو ته ټولې لازمې آسانتياوې برابرې شي او د حج او اوقافو وزير اوس د دغو آسانتياوو د برابرولو په مقصدسعودي عربستان ته سفر کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته