ټولنه

د قندهار د ارغنداب سیند د غاړو د ټینګښت پروژه تر دریو کلونو پورې بشپړیږي.

کابل – باختر د وري دمیاشتې ۱۶
په قندهار ولایت کې د ارغنداب سیند د دواړو غاړو د ټینګښت د پروژې کار په دریو کلونو کې بشپړیږي.
د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا وزیر انجنیر نصیر احمد دراني په قندهار کې د باختر آژانس خبریال ته وویل: په دې پروژه کې چې یو دیرش کیلومتره اوږدوالې لري څه د پاسه دوه ویشت ملیونه امریکايی ډالره لګیږي چې ددغه وزارت د ساحوي سمون د پروګرام له خوا جوړیږي.
دغه پروژه د قندهار ولایت په تیره بیا د ارغنداب ولسوالۍ خلکو ته ډیره مهمه او حیاتي پروژه بلل شوې ده.
د ارغنداب سیند د دواړو غاړه  کرنیزې ځمکې او بڼونه تل د سیلاونو او د سیند د اوبو د څپانده کیدو له خطر سره مخامخ دي.
د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا وزیر وویل:ددغې پروژې په تطبیق سره څه د پاسه دیرش زره جریبه کرنیزې ځمکې چې د سیلاونو او د موسمی اورښتونو له خطر سره مخامخ دي،خوندي کیږي.
د دراني د څرګندونو له مخې: ددغې پروژې په تطبیق سره کابو سل زره جریبه کرنیزه ځمکه چې پخوا د سیلاوونو د راوتلو له امله په شاړې ځمکې بدله شوې وه بیا په کرنیزې ځمکې بدلیږي.
یوه اړونده خبر ځای وویل: د پروژې د کارله پیل کیدو سره جوخت د سیمې اته سوه تنو او سیدونکو ته د کار زمینه برابریږي.
همدا اوس د پروژې د جوړولو کار په سلو کې لس پرمخ تللی دی او ټاکل شوې ده چې په دریو کلونو کې د استفادې وړوګرځي.
د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا وزیر وايی چې ددغې پروژې ترڅنګ په ۱۳۹۴ مالي کال کې د څه د پاسه شپاړلسو ملیونو امریکايی ډالرو په لګښت په قندهار ولایت کې په بیلا بیلو برخو کې ۷۷۴ پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارلې شوې دي.
همدا اوس د څه د پاسه څلور پنځوسو ملیونو امریکايی ډالرو په لګښت په قندهار ولایت کې ۱۵۳۵ پراختیايی پروژو د جوړولو کار دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته