کابل- باختر د چنګاښ دريمه :
دکونړ والي وايي تيره شپه پنځه ديرش توغندي چې د ډيورند له کرښې اخوا څخه توغول شوي او دکونړ په دوو ولسواليو لګيدلي دى .
دکونړ والي سيد فضل الله واحدي باختراژانس ته وويل، دغه توغندي چې دکونړ دشيګل او دانګام ولسواليو په ساحاتو کې لګيدلي دي چاته زيان نه دى اوښتى .
دسيمه ئيزو مقاماتو دڅرګندونوله مخې، دروان کال دوري له مياشتې څخه تراوسه پورې څه دپاسه پنځه سوه توغندي چې د ډيورند له کرښې اخوا څخه توغول شوي دي دکونړ ولايت په مربوطاتو کې لګيدلي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ