ټولنه

حامدکرزي : له ځوانانو څخه زما هيله داده چې خپل نوى کال په قوي عزم او غوځې ارادې سره پيل کړي .

 

کابل باختر دسلواغي شلمه

 دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دهيواد دسړو سيمو دښوونځيو دنوى تعليمي کال دپيل په درشل کې له ځوانانو څخه وغوښتل چې دمعاصرو علومو او تخنيکي په زده کړي سره دې دهيواد دپرمختيا لپاره هڅه او هاند وکړي .

 دباختر اژانس دخبر له مخې دهيواد جمهور رييس په هغې راديويي وينا کې چې دپنجشنبې په شپه چې دملي راديو دڅپوله لاري خپره شوه ځوانانو ته په خطاب  کې وويل چې دهيواد دسړو سيمو دښوونځيو او دتحصيلي موسسو نوى تعليمي کال پيليږي او څرنګه چې دهيواد ترقي او پرمختګ په ځوانانو پوري اړه لري دغه درند مسووليت ځوانان هغه وخت په  ښه توګه ترسره کولي شي چې دعلومو او فنونوپه بيلابيلوبرخوکې تخصص پيداکړي .

 جمهور رييس په دې راديويي وينا کې وويل چې دنړۍ دپرمختللو هيوادونو ترقي او پرمختيا د هغوى دځوانانو په ښوونه اوروزنه ، تخنيک او اهميت کې  نغښتي دي اوزموږ په هيواد کې داوسنيو ستونزو اساسي علت دپوهې ښوونې او روزنې او دمهارتونو کمښت دي .

  دهيواد دتمې سترګي ځوانانوته دي او که چيري ځوانان علوم او مهارتونه زده کړي زموږ هيواد په لنډو کلونوکې ترقي او پرمختګ ته رسيږي .

 حامدکرزي  وويل ځوانان دې بايد دنوى تعليمي کال په پيل سره په پياوړې عزم  او غوڅې ارادي سره دمعاصرو علومو او تخنيکي په زده کړي لاس پوري کړي .

  جمهور رييس له هغو ځوانانو څخه چې له تحصيلي بورسونو څخه په استفادي سره له هيواد څخه په بهرکې دي وغوښتل  چې دعلم او پوهې او هم دعصري مهارتونو دزده کړي په لاره کې  يوه شيبه هم بې پروايي ونه کړي او دعلم او پوهې په ګاڼوسمبال او په لوړو تجربو سره  هيواد ته راستانه شي .

 جمهور رييس دغه راز څرګنده کړه چې په نوى تعليمي کال کې له بيت المال څخه لس مليونه ډالره له هيوادڅخه په بهر کې دځوانانو دلوړو زده کړو دزميني دبرابرولو لپاره بيل کړي شوي دي چې زموږ ځوانان دخپل هيواد په لګښت لوړي زده کړي وکړي .

  حامدکرزي په دې راديويي وينا کې په ټينګار سره له هغو ځوانانو څخه چې له دغو بورسونو څخه استفاده کوي وغوښتل چې دهيواد دستونزو په پام کې نيولو سره دې خپل زيات وخت په زده کړه ، مطالعه او دخپلې علمي سويې په لوړولو کې  تيرکړي .

  جمهور رييس وويل چې دعلم او پوهې په زده کړه کې د ځوانانو هلې ځلې هيواد په ډير لنډ وخت کې په ټولو برخو کې په خپلو پښو دروي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته