امنیت

دملي اردو يوولس تنه سرتيرى په هرات کې د طالبانو په بريدکې شهيدان شول.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٠
په هرات ولايت کې د طالبانو دبريد له امله دملي اردو يوولس تنه سرتيرى شهيدان او نهه تنه نوريې ټپيان شول.
دغه پيښه پرون ناوخته دکرخ ولسوالۍ بازارته څيرمه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې يرغلګرو د اردو دسرتيرو دسپرلۍ په کاروان ډزې وکړې .
دهرات ولايت يوه امنيتي مسول دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د طالبانو ددغو ډزو له امله يوولس تنه سرتيرى شهيدان او نهه تنه نوريې ټپيان شول.
ويل کيږي په دې بريد کې طالبانو ته هم د سرزيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې معلوم نه دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته