سیاست

تبصره :

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢٩  :
سوله دخلکواراده ده  اوله بېلابېلو اړخونو سره دسولې په خبروکې دافغانستان ددولت ونډه اخيستنه دخلکو ارادې ته ځواب او درناوى اوپه هېواد کې  په ملي روغې جوړې ټينګار دى  چې ارزښت ورته ورکوو.
دباخترآژانس مفسر ليکي :
سوله دافغانستان دخلکو اراده او هيله ده هغه  خلک  چې  دکلونو کلونو په اوږدو کې د جګړې په اور کې ستي شول  او دوى  او هېواد يې دبهرنيو لاسوهنو اوسياليو قرباني شول.
دسولې کلمه  زموږ خلکو ته لوړ مفهوم لري او دافغانستان دولت چې ځان  دوګړنيو ارزښتونو  ساتندوى بولي دخلکو دارادې په ځواب کې هلې ځلې    کوي  چې دحزب اسلامي اوطالبانو په ګډون له بېلابېلو وسله والو اړخونو  سره  خبرې وکړې  او تفاهم ته ورسيږي .
خوهغه څه چې په دې بهيرکې ددقت او غور وړ دي دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس  اودملي  وحدت  دحکومت دنورو مشرانو خبرې   دي  او هغه  دملي وثيقې رعايتول  اودتيرو لاسته راوړنو ساتنه ده . هيلې    دا دي  چې دسولې دبهير او دسولې دخبرو په نسبت ديوه ملي بهير په توګه  وکتل شي  چې ټول خلک پکې  ځان پيدا کړي  نه دا چې  دغه شان پروګرامونه   ديوې خاصې ډلې او يا ديوه جريان په فکري کرښه کې تعريف شي .
جګړه په هرنامه او نښان چې وي  او يا ده کلونه کلونه کيږي چې دافغانستان له خلکو څخه قرباني اخلي .  جګړې ددغو کلونو په اوږدو کې په يوه ډول نه يو ډول   سوله  تر خپلې اغيزې لاندې ونيوله   خو دافغانستان دولت هلې ځلې کوي چې  سوله او وګړنۍ اراده  له دغې اغيزې څخه  وژغوري  . دافغانستان دولت  دسولې دخبرو  دپروګرامونو په تعقيبولوسره  دخلکو غږ او ارادې ته ځواب ووايه ،. خلک هيله لري چې نور اړخونه هم دغه غږ ته ځواب ووايي  او دغه بهير  په خپلوتيرو سياسي شرايطو او حالاتو پورې مقيد  نه کړي.
ديادونې  وړ  ده چې په سولې او ثبات لاسبرى يوه  اوږده او سخته لاره ده . سوله له لرې لارې څخه رارسيږي  موږ په دې لاره کې دزياتو قربانيو او سرښندنو شاهدان يو  او له شک پرته نورو سرښندونو ته هم سترګې په لاره يو.
ددغه شان سرښندنو بيلګې زغم او مقاومت او داستادبرهان الدين رباني شهادت دى .
  ده  چې سوله غوښتله او دسولې لپاره يې  هلې ځلې کولې پنځه کاله مخکې ديوې تروريستي توطيې قرباني شو .
دسولې دښمنانو هغه څوک شهيد کړ چې  دسولې خبرې يې  کولې ، داستاد شهادت يوه مسئله روښانه کړه  داسې څيرې او جريانونه شته چې  دافغانستان په معاملو کې  له بهرنيو دريڅو څخه  سرننه باسي او دسياسي  لوبغاړو په توګه عمل کوي چې  عمل يې  له هېواد څخه په بهرکې سرچينه لري او کلونه کلونه  بې برخليک و موږ سوله غوره بولو   خولکه څنګه چې  جمهوررييس غني وايي هغه پتمنه سوله چې په هغې کې دخلکو اراده  ، داساسي قانون منل  او دبشري موازينو رعايتول او دتيرو لاسته راوړنو ساتنه محور وي   که چېرې دغه شان مسئلې په پام کې نه وي او يا دغه موارد ديو سند په توګه داستفادې وړ وګرځي بايد په دغه شان سوله کې  علاقمندي ونه ښودل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته