امنیت

درې پنځوس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر د وري  يو ويشتمه :
دملي دفاع وزارت  دهېواد  دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې  دديرشو تنو  داعشيانو په ګډون ددرې پنځوسو تنو  ډار اچوونکو دوژل کيدو خبر ورکړ
دباختراژانس دخبرله مخې ،  دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره  ويلي دي  په تيرو څلورويشتوساعتو کې  ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو  دهېواد په بيلابيلو سيموکې  ګډ عمليات ترسره کړل  چې په نتيجه کې  دطالبانو  د دوو تنو سيمه ئيز وقوماندانانو او ديرشو تنو  داعشيانو په ګډون درې پنځوس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او نوولس تنه نور يې ټپيان شول او درې تنه دتروريستي فعاليتونو د ترسره کولو په تور ونيول شول .
دغه عمليات  چې دهوايي او توپچي  ځواکونوپه ملاتړ  دننګرهار ، لغمان ، کونړ ،کاپيسا ، پکتيا ، لوګر ، پکتيکا ، ميدان وګو ، قندهار ، روزګان ، زابل ، فارياب ، کندز ، بلخ  ، سرپل او دهلمند  دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول . چې  دننګرهار ولايت  داچين او دنازيانو په ولسواليو کې ديرش تنه داعشيان ووژل شول .او دغه راز دلغمان ولايت  دمرکز مهترلام ښار په مربوطاتو کې   دحبيب الله اخند زاده او دقاري نجيب الله په نومونو دوسله والو طالبانو  ددوو تنو  قوماندانانو په ګډون  يوولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول . او نهه تنه نور يې ټپيان شول
  دغه راز د زابل ولايت  په ميزان ولسوالۍ کې اووه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اته تنه نور يې ټپيان شول .
  دغه راز  دغزني ولايت  دګيلان او دقره باغ دولسواليو په مربوطاتو کې  دعملياتو په نتيجه کې  درې تنه ډار اچوونکي ووژل شول  اويوتن بل  ټپي شو  او دلوګر ولايت  دمحمد اغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو ډار اچوونکى ووژل شو .او دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم يو ډار اچوونکى ووژل شو .  او دهلمند ولايت د ګرمسير ولسوالۍ په مربوطاتو کې  درې تنه ډار اچوونکي ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته