خبرونهاقتصادټولنه

په کندهار کې ۸ زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

– کابل، د غبرګولي ۲۳ مه، باختر

د کندهار تر څنګ په ټول هېواد کې د افغانستان اسلامي امارت له لوري خلکو ته د کار د زمینې  برابرولو  له پاره هڅې دوام لري، چې په همدې هدف یې له کورنیو او بهرنیو موسسو سره تفاهم لیکونه هم  لاسلیک کړي، چې په نتیجه کې یې زیات شمیر  هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په لړ کې يوازې په کندهار کې ۸۰۰۰  نوي کسان د اسلامي امارت په هلو ځلو او همکاري پر دندو ګومارل شوي دي.

د یادو کسانو  له جملې څخه دوو تنو چې د کندهار ښاروالۍ او WFP  مؤسسې په همکارۍ د کار زمینه  ورته برابره شوې ده،  باختر اژانس ته وویل: “ډیر خوشاله یوو، چې تر بېکارۍ ورورسته پر کار شوي یوو او خپلو اولادونو ته حلاله ډوډۍ ګټو، موږ غواړو، چې د هېواد په هره برخه کې دې پروژې عملي شي، چې  نورو خلګو ته هم د کار زمینه برابره شي”.

په همدې حال کې د کندهار ښاروالۍ د رسنیو مسؤل زمري څرګند باختر اژانس ته وویل: “ډیرې جدي هڅې روانې دي، چې له موسسو سره  تفاهم ته ورسیږو او نورو خلګو ته هم د کار زمینه برابره کړو”.

س.صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته