اقتصاد

د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګرۍ ګډ کمېسیون په اوومه ناسته کې د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګرۍ اړیکو پر زیاتوالي ټینګار وشو

-کابل/باختر/د چنګاښ ۱٥مه
د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزې، ټولنیز او تخنیکي بین الحکومتي  ګډ کمېسیون اوومه ناسته د دو ورځو لپاره د چنګاښ میاشتې په (۱۳ او۱۴مه) نېټه د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناو په چارو کې د جمهوري رياست د عالي مقام د ستر سلاکار پروفیسور محمد همایون قیومي او د تاجیکستان د نقلیاتو (ټرانسپورټ) د وزیر خدایارزاده خدایار ذوقي بیک، په مشرۍ د دواړو هېوادونو د دولتي لوړ پوړو پلاوي په شتون کې د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبه کې جوړه شوه.
د ماليې وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
یادې ناستې څلور کمېټې درلودې:
۱. اقتصادي او سوداګرۍ، صنعت، نقلیات او ترانسپورټ، ګمرک او استندرد جوړونه.
۲. انرژۍ، د اوبو ذخیرې، نفت او ګاز.
۳. کرنه، چاپیریال ساتنه، د اضطراري حالاتو مخنیوی او بیمه
۴. کلتور، لوبې او سیاحت، عامې روغتیا، پوهنې او لوړې زده کړې.
په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګرۍ اړیکو په لا پیاوړتیا، د ګډې کلنۍ سوداګرېز نندارتون په لاره اچولو، د راغون – پلخمري ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا مزي د لېږد په تاسیس، د کندز ولایت لپاره  د ۱۱۰ کیلوولټه برېښنا مزي له لارې د برېښنا انرژۍ تورید قرارداد په نوي کولو، د جم دښتې برېښنا بند په تړاو په ګډو څېړنو چې د ۴۰۰۰میګاواټه برېښنا وړتیا لري، د سناباد او سیب زار د برېښنا بند پروژې د پلي کېدو په اړه په دوه اړخیزو همکاریو، د اوبو ذخیرو او د امو سیند د سواحلو د تحکیم په برخو کې په همکاریو، د نفت او ګازو د زده کړې او اکتشاف دغه راز په بین المرزي سیمو کې د نفت او ګازو د ذخیرو په برخه کې په دوه اړخیزو همکاریو، د صادراتي او وارداتي توکو د سټندرد جوړونې په برخه کې په همکاریو، د بیړنیو حالاتو په رفع کولو، د افغانستان، تاجیکستان او ترکمنستان د اوسپنې کرښې جوړېدو په بررسۍ، د تاجکستان سمنټو په پیرنې، ګمرکي اطلاعاتو په تبادله، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په پیاوړتیا، د باغدارۍ په ودې او د تخمونو په روزنې، د مالدارۍ او وترنرۍ په برخه کې په تخنیکي همکاریو، د کلتوري، باستاني او هنري اثارو د همکاریو په پیاوړتیا، د ورزشي او سیاحت اړیکو په پراخېدو، د صنعت، بېمې، عامې روغتیا، پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې د دوه اړخیزه همکاریو  په پراخېدو، د نوښوتونو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د ګډو علمي تحقیقاتو په تر سره کېدو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې وشوې او په اړه یې اړینې پرېکړې وشوې.
په پای کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزې، ټولنیزې او تخنیکي بین الحکومتي  ګډ کمېسیون اوومې ناستې پروتوکول چې د یادو مواردو په برخه کې و، د مالیې وزارت د سرپرست او د تاجکستان د ټرانسپورټ وزیر ترمنځ لاسلیک شو.
دغه راز د دواړو لوریو په هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۳۹۹ کال د کمېسیون اتمه ناسته به په کابل کې ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې د دې ناستې په پای کې د مالیې وزارت ویاند او د اړیکو او عامه پوهاوي ريیس شمروزخان مسجدي، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د اوومې اقتصادي او سوداګرۍ ګډ کمېسیون د هوکړه شویو موضوعاتو په اړه له کورنیو او بهرنیو رسنیو سره معلومات شریک کړل.
پاى-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته