اقتصاد

د ملي تدارکاتو کمېسیون په فوق العاده غونډه کې د ټاکنو لپاره د بایومتریک تر ۱۷ زرو زیاتې دستګاوې منظور شوې

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۱۲مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور ريیس محمد اشرف غني په مشرۍ  د ټاکنو خپلواک کمېسیون لپاره د بایومتریک دستګاوو د برابرولو او تدارک په اړه فوق العاده غونډه، پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اړتیا وړ  ۱۷۸۶۵ بایومتریک دستګاوو او  سافټ‏ویرونو د برابرولو غوښتنه وارزول شوه چې له غور او بحث وروسته له اړوندو توکو (پرنټر، پاوربانک، د چاپ کاغذ) سره د بایومتریک دستګاوو د پېرلو موضوع د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غوښتنې مطابق د واحدې وړاندې شوې بیې پر بنسټ له ۱۴،۱۴ میلیون څخه د زیاتو یورو په ارزښت، ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړه.
په همدې ترتیب په غونډه کې د مدني بنسټونو په استازیتوب د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اړتیاوو د پوره کولو پر څرنګوالي او په دې پروسه کې د شفافیت په اړه خپل نظریات شریک کړل.
ملي تدارکاتو کمېسیون  د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د نظریاتو له اورېدو وروسته ټینګار وکړ چې د ټاکنیزو پروسو د شفافیت او سلامتیا څارنه د ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول د مدني ټولنې مسوولیت دی، چې د دغه قرارداد د سالم تطبیق او یا په پروسو کې د شفافیت په اړه هراړخیزه څارنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست د ټاکنو د ترسره کولو لپاره نږدې ۳۹ زره بایومتریک دستګاوو ته اړتیا لري چې له دې ډلې ۲۰ زره بایومتریک دستګاوې لا له وړاندې دغه کمېسیون ته په پارلماني ټاکنو کې برابرې شوي دي. د دغه کمېسیون د غوښتنې او اړتیا پر بنسټ تر ۱۷ زرو زیاتې نورې بایومتریک دستګاوې هم پېرل کېږي.#پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته