۱۰۰ ورځې

د انتخاباتي شکايتونو د اوريد د خپلواک کميسيون د کورنيو چارو وزارت يو شمېر افسران وستايل

کابل باختر  دوري  اتلسمه :
د انتخاباتي شکايتونو د اوريدو خپلواک کميسيون د کورنيو چارو وزارت يو شمېر افسران چې د انتخاباتو دامنيتي چارو په ترسره کولوکې يې وړتيا ښودلې ده؛ وستايل.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : دانتخاباتي شکايتونو خپلواک کميسيون نن دکورنيو چارو وزارت د پوليسو لوى رييس او د انتخاباتو د ترسره کولو د امنيتي کميسيون رييس محمدسالم د احساس د جګپوړو چارواکو د قطعې قوماندان ډګروال محمد شريف خالد، د پوليسو دچارو د رياست عملياتي مدير زلمى خان احمد او د جګپوړ چارواکو د قطعاتو د دفتر آمر سمونمل جمشيد د انتخاباتو په بهيرکې د امنيت په تامينولوکې د دې د خدمتونو په درناوي وستايل.
په دې غونډه کې د انتخاباتي شکايتونو د اوريد د خپلواک کميسيون رييس عبدالستارسعادت له دوى څخه د قدرداني په ترڅ کې وويل: د ستاينې دغه لوحه د انتخاباتو د امنيت د تامينولو په خاطر د دوى د خدمتونو په وياړ دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته