امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

ترينکوټباختر دوږي دمياشتې ١٩  نيټه  :
نهه تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې د پوځيانو په بريدکې ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار د ترينکوټ ښارته څېرمه هغه وخت بريد وشو چې غوښتل يې په يوه واټ کې ماين ښخ کړي.
د روزګان ولايت د امنيې قوماندانۍ يوه مقام باختر آژانس ته وويل چې د پوځيانو په دې بريدکې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته