کابل باختردليندۍ دمياشتې٤ نيټه :
ځوانانو ته د کار موندنې د اجرايوي کمېټې لومړۍ غونډه نن د دغې کميټې د يوشمېر غړو د غيرحاضرۍ له امله جوړه نه شوه .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
ځوانانو ته د کار موندنې اجرايوي کمېټه ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو او د هغو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ په مقصد چې په دې برخه کې کار کوي، جوړه شوې ده.
ټاکل شوې وه د دغې کمېټې لومړۍ غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو د معين ډاکتر کمال سادات په مشرۍ جوړه شوې واى چې د دغې کمېټې د اړوندو ادارو د استازو د نه شتون په خاطر جوړه نه شوه.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ