سیاست

مارشال فهيم د امريکا له سفير سره وکتل .

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٥
د جمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال فهيم نن له غرمې وروسته  په کابل دامريکا له سفير جيمزکنينګ هام سره وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې دجمهوري رياست لومړي مرستيال دخبرو په ترخ کې دافغانستان له خلکو سره دنړۍ دنورو هيوادونو ترڅنګ دامريکا دمتحده ايالاتو دهمکاريو يادونه وکړه او څرګنده يې کړه  چې په افغانستان کې دنړيوالې ټولنې په همکارۍ دثبات او پرمختګ په لور ارزښتناک ګامونه اخستل شوي دي او ددغو ارزښتونو دپياوړتيا په خاطر لازمو هلوځلو ته اړتيا شته.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال په هيواد کې د دايمي امنيت او ثبات په اړتيا باندې  ټينګار وکړ او هغه  يې دافغانستان دترقۍ او پرمختګ لپاره مهم وباله.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال وويل ، هلې ځلې کيږي چې دافغانستان دامنيتي ځواکونو له پياوړتيا او سمبالولو سره جوخت دخلکو ترمنځ دهمکارۍ او دوستۍ روحيه او له دغو ځواکونو سره دخلکو دملاتړ کچه له خلکوته ددغو ځواکونو دخدمتونو او همکاريو د وړاندې کولو له  لارې زيات  شي.
دامريکا سفير کننګهام دخبرو په ترڅ کې دافغانستان دخلکو دمشورتي لويې
جرګې دبريالۍ نتيجې له امله مبارکۍ وويله او د امنيتي موافقه ليک دلاسليک کولو د اړتيا په باب يې څرګندونې  وکړې .
ده  دغه راز دافغانستان او خلکو سره دامريکا دهمکاريو د دوام يادونه وکړه ويې ويل دافغانستان دخلکو برياليتوب او پرمختګ او دسولې او امنيت تامينول دامريکا دخلکو او د دولت هيله  ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته