ټولنه

يوشميرمخکښ ځوانان دځوانانو د معينيت له خوا وستايل شول

کابلباختردسنبلي٣٠
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ځوانانو دچارو معين د جمهوري رياست په راتلونکو انتخاباتو کې دځوانانو په  پراخ  ګډون باندې  ټينګار  وکړ .
دباخترآژانس دخبر له مخې  :  د اطلاعاتو اوفرهنګ وزات  دځوانانو  معين تيمورشاه اسحق زي چې  نن يې د دغه معينيت له خوا دسولې د نړيوالې ورځې دنمانځني په  برا برو شويو مراسمو کې خبرې کولې له  هغه  وروسته چې دسولې په اړوندداطلاعاتو اوفرهنګ د وزيرډاکتر سيدمخدوم رهين  پيغام ولوستل شو وويل  سوله  هغه څه دى چې سخته اړتيا ورته لرو  او بايد دسولې دټينګښت په خاطر زياتې هلې ځلې وکړو چې وکو لاى  شو هيواد له اوسنيو ستونزو څخه وژغورو .
ده وويل چې دستاسو ځوانانو يو رسالت دا دى چې ځوانان دسولې دتامينولو
په خاطر وهڅوي .
اسحق زي څرګنده کړه چې ځوانان بايد ټول خلک په تيره بيا ځوان نسل په انتخاباتو کې د ګډون په خاطر وهڅوي
ده ټينګاروکړ ځوانان بايد له ټولو قومي ، سمتي اوژبنيو توپيرونو څخه  ډډه وکړي او دسولې دټينګښت په خاطر اود نشه يي توکو او اداري فساد پرخلاف مبارزه 
و کړي .
ده   وويل  : چې  بايد ځوانان دمسووليت منني او ديو بل منلو رو حيه پياوړې کړي اود اطلاعاتو او فرهنګ و زارت د ځوانانو معينيت د دغه شان پروګرام په تحققق کې له هغوي سره مرسته کوي .
ددغې غونډې په پاى کې هغه  هنري نمايشات چې په هيواد کې دسولې د اعاده کولو لپاره دځوانانو داغيزمن کار څرګندوى دى  ا جرا شول  او يوشمير مخکښ ځوانان داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو د معينيت له خوا دستاين ليکونو
په ورکولو سره  وستايل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته