سیاست

دبهرنيوچارو وزارت معين داندونيزيا دبهرنيو چارو له وزيرې سره په استراليا کې وکتل .

کابل باختر د وږي  څلورمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  دبهرنيوچارو وزارت ادارې او دمنابعو معين ډاکتر نصير احمد انديشه داندونيزيا جمهوريت دبهرنيو چاروله وزيرې  رتنومرسودي سره داستراليا په پرت ښار کې وکتل اوخبرې يې ورسره وکړې .
دبهرنيوچارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته ديوې  خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي په دې کتنه کې دواړو لورو ددواړو هېوادونوترمنځ دتاريخي اودوستانه اړيکو  کابل ته داندونيزيا  دبهرنيو چارو دوزيرې دسفر او دافغانستان او اندونيزيا ترمنځ فرهنګي پروګرام  کې ددې دګډون په باب چې ټاکل شوې ده په کابل کې  جوړشي ددواړو  هېوادونو دتجارتي اړيکو، داندونيزيا  دټولنيزو او دښځو دچارو دوزيرې په بلنه دهېواد دلومړي  ميرمنې داحتمالي  سفر ، داختلافونو په مديريت کې داندونيزيا دتجربو د شريکولو دغوښتنې او دکورنيو بې ځايه شويوکسانو دستونزو دحل کولو په لاره کې ددغه هېواد دهمکارى په باب خبرې وکړې . 
ددغې کتنې په دوام دسوداګرۍ  دښځو د ځواکمن کولو ،اقتصادي مرستو اوهمکاريو ، ددواړوهېوادونودعالمانو د نږدې اړيکواو دسولې په بهير کې ددواړوهېوادونوترمنځ ددوه اړخيزو اړيکو اوهمکاري داهميت په باب  خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته