سیاست

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢٥
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې په ارګ کې د ملي امنیت شورا غونډه وشوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د دفاعي او امنیتي سکتور وزیرانو د هېواد د عمومي امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د هلمند، ننګرهار، روزګان، فراه، کندهار، غور، فاریاب او هلمند ولایتونو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل.
ملي امنیت شورا امنیتي ګواښونو وارزول اوله دښمن سره په مبارزه کې یې د هېواد د زړورو دفاعي او امنیتي ځواکونو د لاسته راوړونو په ارزولو سره د دښمن په مقابل کې د دغو ځواکونو سرښندونکي هڅې وستایلې او اړوندو ارګانونو ته یې د امنیتي ګواښونو د دفع کولو په برخه کې لازمې او رغنده لارښوونې وکړې.
ملي امنیت شورا په سیمه‌ییزو پولیسو کې د اصلاحاتو راوستلو اړتیا او اهمیت ته په پام         کې نيولو سره کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د سیمه‌ییزو پولیسو د اصلاحاتو وروستی راپور د ملي امنیت شورا د راتلونکي اونۍ غونډې ته وړاندې کړي.
په پای کې دملي امنیت شورا د بشري حقونو د ارزښتونو د تحقق په برخه کې د حکومت دوامداره ژمنو او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه‌والي په برخه کې د حکومت رغنده پروګرامونو ته په اشارې، د دفاعي او امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ماشومانو د ګمارلو د مخنیوي، د ملکی تلفاتو د کمولو، د شکنجې د مخنیوي، په عدلي او قضايي ارګانونو کې د لازمو اصلاحاتو راوستلو او همدارنګه په دغو ډګرونو کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د پام وړ لاسته راوړنو، د جرایمو بین المللي محکمې او د بشري حقونو او بشردوستانه بین المللي نورو سازمانونو سره د حکومت په همکارۍ او ژمنتیا ټینګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته