سیاست

پاکستان ته دعالي شورا دهيئت سفر بريالى و

کابل  باختردلړم دمياشتې ٢٥ :
په اسلام اباد کې دافغانستان سفير وايي  چې پاکستان ته دسولې دعالي شورا دهيئت سفر بريالى و.
په اسلام اباد کې دافغانستان دسفير محمد عمر داودزي دڅرگندونوله مخې ، دسولې دعالي شورا  درئيس صلاح الدين رباني په مشري  ددغې شورا  دهيئت خبرې  له پاکستاني مقاماتوسره نن پاى ته ورسيدې  او ټاکل شوې ده  هيئت نن هيواد ته راستون شي .
داودزي زياته کړه: دسولې د عالي شورا هيئت  له قوي اجنداسره  پاکستان ته راغلي و او دا کار ددې سبب شو چې نتيجې يې  مثبتې اوارزښتناکې دي .
دباختراژانس دخبرله مخې،  دسولې دعالي شورا ددارلانشا رييس معصوم ستانکزي چې اسلام اباد ته له صلاح الدين رباني سره په سفرکې ملګري دى  يوې افغاني رسني ته ويلى دى چې پاکستان ترراتلوونکو دريو ورځو پورې  دطالبانو  اته قوماندانان  چې په دغه هيواد کې بنديان دي خوشي کوي.
دطالبانو يوشمير قوماندانانو اومشرانو خوشي کول   چې په پاکستان کې بنديان دي دسولې دعالي شورا دهيئت له غوښتنې څخه و.
ويل کيږي  چې پاکستان دغه قوماندانان اومشران دافغانستان له دولت سره  دخبرو اوسولې لپاره  ددوى دتمايل  په دليل  بنديان کړي دي چې ددوى په ډله کې دطالبانو دډلې  دويم  شخص  ملا برادر هم شامل دى . خوستانکزي دملا برادر  دخوشي کولو  داحتمال په باب څه نه دي ويلي .
پخواپاکستاني مقاماتو دطالبانو ديوشمير مشرانو اوقوماندانانو د خوشي
کولو په باب چې په پاکستان کې بنديان دي موافقه وکړه  خوملا برادر په دي ډله کې شامل نه دى ، پاکستاني مقاماتو  له خبرو وروسته موافقه وکړه چې يوشمير طالبان خوشي کړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته