امنیت

په کابل کې دڅوځانمرګو بريدونو مخه ونيول شوه.

کابل – باختر دکب دمياشتې ١١
په کابل ښار کې دځانمرګو او يرغليزو بريدونو  پروګرام چې دپاکستان په  کويټي ښارکې طرحه شوى  و ،  دملي امنيت دځواکونو له خوا شنډ کړى  شو .
دملي امنيت د ادارې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ  :
يوه څلور کسيزه  ډله تروريستان  چې دکويټې دشورا دفدائيانو د محاذ دمسوول حاجي عبدالهادي په  لارښوونه  دکابل دقرغې او شش درک په ساحو کې په  ملکي او پوځي تاسيساتو يې دځانمرګو او يرغليزو بريدونو او چاودنو طرحه   برابره کړې وه  چې هدف ته   له رسيدو  مخکې  د  ملي امنيت دموظفينو له  خوا له  ځانمرګو واسکټونو ، پوځي يونيفورم ، وسلو او له يوې اندازې چاوديدونکو توکو سره دکابل ښار د پنځمې ناحيې په مربوطاتو  ونيول  شول.
نيول شوي کسان د ميدان وردګو ولايت د دايمر داد ولسوالۍ اوسيدونکى  ميرويس  دنده دځان مرګو بريدونو سازمان ورکوي .
دميدانو وردګو  ولايت   د  چک د  ولسوالۍ د اوسيدونکى   سيد معصوم   دنده ځانمرګى بريد کونکى ، د  ميدان وردګو ولايت   دچک   ولسوالۍ   اوسيدونکى
محمد عثمان دنده ځانمرګى بريد ،  د ميدان وردګو ولايت دچک ولسوالۍ اوسيدونکى دنده ځانمرګي بريد کونکى دتحقيقاتو په بهير کې اعتراف کړى دى چې پوځي تعليمات او دځانمرګو واسکټونو کارول  يې دکويټي شورا دفدائيانو دمحاذ دمسوول عبدالهادي او قوماندان راشدي په تروريستي مرکز کې دکويټى ښار باى پاس په  سيمه کې زده کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته