سیاست

دناتو عمومي قوماندان : په راتلوونکي کې هم دافغانستان له ملي اردو سره په همکارۍ ژمن يو

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١١  :
دملي دفاع وزارت  لوى درستيز نن دايساف دځواکونو له لوى قوماندان سره وکتل  او امنيتي حالت  اوپه هېواد کې دسولې اوثبات په تامينولو کې  دملي اردو پرمختګونه ددوى دخبرو  محور و.
دملي دفاع وزارت  دويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې   کتنه کې ستر جنرال ارکانحرب شيرمحمد کريمي وويل : په تيرو کلونو کې  دايساف ځواکونو  دافغانستان په بيا جوړولو ، دسولې او امنيت په تامينولو  اودملي اردو په سمبالولو کې  زياتې مرستې کړې دي.
دغه راز ده   په هېواد کې دامنيت اوثبات په تامينولو کې دملي اردو برياليتوبونو ته هم اشاره وکړه .
په مقابل کې  دناتو دقوتونو قوماندان دملي اردو  بې سارې وړتيا او مهارتونه وستايل او ويې ويل   چې دناتو ځواکونو په تيرو کلونو کې   په خاصه توګه دملي اردو دځواکونو په ښوونه او روزنه  اوسمبالولو کې هراړخيزه همکاري کړې ده او په راتلوونکي کې هم په دغه شان همکاريو ژمن دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته