نړۍ

ژاوي الونسا دنړۍ داوونۍ ډير ښه فوتبالست شو

کابل باختر د چنګاښ  شپږمه

  داسپانيا  دفوټبال دملي  ټيم هافبک  دګول  دمعتبر سايت په يوه ټولپوښتنه کې دنړۍ داوونۍ د ډير ښه لوبغاړي  په توګه وټاکل شو .   د مادريد دريال کمپ دغه درې ديرش کلن  ستورۍ  داسپانيا دملي  ټيم په ترکيب کې  داروپا دملتونو دجام په سياليو کې تر دي پړاو  پورې ښه وځليد .

  الونسا داروپا د ملتونو  دجام په سياليو کي دګول لپاره ښه پاسونه ورکړل  دګولونو په وهلو بريالي شوي دي او دفرانسي دملي  ټيم په وړاندي  ددوو ګولونو  په وهلو سره اسپانيايي  ددغو سياليو نيمه وروستي پړاو ته ورسوله  او دګول  د خبرې سايت له خوا دنړۍ داوونۍ دفوټبال  د ډير ښه لوبغاړي په توګه انتخاب شو .  ژاوي ددغه لقب  په ترلاسه کولو سره دکرستيانورونالدو ، مسعود اوزيل  ژاوي هرناندز په شان له مشرانو څخه مخکې شو .

 دمادريد  ريال کمپ  د ټيم دغه تجربه لرونکي هافبک دخپل ټيم د لوبغاړي مسعود اوزيل تر څنګ دزياتو پاسونو په ورکولو سره  زيات ګولونه  وهلي دي او داسپانيا  دغوره ټيمونو په ليګ کې  ددغه تيم په اتلولي  کې  ستر رول درلود .

  داروپا  دملتونو دجام سيالۍ ددغي شنې  وچي دشپاړسو  ټيمونو  په ګډون دلهستان او اوکراين دهيوادونو په کوربه توب  پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته