امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په پکتيکا کې ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٥
درې تنه وسله وال طالبان پرون د پکتيکا ولايت په مربوطاتوکې د ملي اردو د ځواکونو د عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبروکړ: د ملي اردو ځواکونو د ډار اچوونکو د لمنځه وړلو په مقصد د پکتيکا ولايت د سر روضې د ولسواليو په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمېر طالبان ټپيان او يو وسله وال طالب ونيول شو.
په دغو عملياتوکې د يوې اندازې جنګي وسايلو او پوځي تجهيزاتو په ترلاسه کولو سربيره د مخالفينو د مهماتو يوه ډيپو هم کشف او لمنځه يوړل شوه.
د يوبل خبرله مخې:
درې تنه وسله وال طالبان پرون د قندهار ولايت په مربوطاتوکې د ملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل.
دغه عمليات چې د مخالفينو له شتون څخه د سيمو د پاکولو په مقصد د قندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.
ددغو عملياتو په بهيرکې جنګي وسايل او نور پوځي تجهيزات هم په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته