ټولنه

په سمنګانو کې دکوڅه ډبو سپيانو دله منځه وړلو پرو ګرام عملى شو

ايبک باختر دغويي ١٦ مـــــــــــــــــه

دايبکو ښار دپاکولو اودژوندانه د چاپيريال سا تنې په مقصد په سمنګانو کې د ښاروالۍ له خوا په لسګو نو کوڅه ډبي سپيان له منځه يوړل شول.

دايبکو ښار والۍ اداري مدير جمعه خان نظري باخترا ژانس ته وويل دغه کوڅه ډبي سپيان د ناروغيو د مخنيوي اود ايبکو ښار د اوسيدونکو مزا حمت د لري کولو په مقصد له منځه يوړل شول

 دده دڅرګند ونو له مخې په دې کمپاين کې د ښاروالۍ ددوه ويشتو تنو خدماتې پرسو نل برخه لرله چې د ښار له نا حيو څخه څه دپاسه سل کوڅه ډبي سپيان راټول اود عا مې رو غتيا رياست په مرسته  په زهر جنو درملو سره له منځه يوړل شول.

ده د ايبکو ښار له ټولو او سيدو نکو څخه و غو شتل که چيري سيمو کې يي کوڅه ډبي سپيان شتون و لري ښار والۍ ته دې و ليږدوي چې له منځه يوړل شي

دسمنګانو ولايت د عا مې رو غتيا رئيس ډا کتر عبدالحميد د ښاروالۍ ددغه اقدام هر کلى و کړ او ويې ويل دغه سپيان د ناروغيو عا مل و او که چيري کو څه ډبي سپيان له منځه يو نه وړل شي د خلکو د خوړلو خطر را منځته کيږي

ده وويل ددغه ولايت په روغتو نو نو کې د ليو نې سپي وا کسين نشته او په کا بل او لو يو ولايتو نو کې پيدا کيږي اود سپيو خوړل دشخص د مړينى سبب کيږي

دعا مې رو غتيا رئيس وويل څرنګه چې د ايبکو ښار او سيدونکي دڅښاک درو غتيا يي او بو له کمښت سره مخامخ دي او په زرګو نو کورنۍ له دناوړو اود لښتيو له او بو څخه استفاده کوي که چيري څاروي هم له هغو څخه استفاده وکړي په خلکو او په تيره بيا په ماشوما نو او زيات عمر لروونکو کې د نس ناستى او کانګې سبب کيږي

د ايبکو د ښار د مدرسي يو مدرس مولوى محمد اسرا ئيل هم د شريعت له پلوه د کوڅه ډبو سپيا نو وژل جايز و باله او ويې ويل که څه هم سپيان د لوى خداى (ج) د مخلو قا تو له جملى څخه دى بيا هم ددې لپاره چې دانسا ني ټولنې لپاره زيان رسوونکى دى وژنه يې جواز لري

د١٣٨٩ کال د چنګاښ په مياشت کې هم په ايبکو کې د کو څه ډبو سپيا نو د وژنې پرو ګرام پيل شوې و

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته