کابل، د چنګاښ ۴ مه، باختر
په کندز کې د هندواڼو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زيات شوي دي.
د کندز د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د هندواڼو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیات شوي او کروندګر له حاصلاتو راضي دي.
د کندز د کرنې رييس مولوي امان الله حسن وايي، چې دوی هڅه کوي په دغه ولايت کې د کروندګرو لپاره ښه زمينه برابره کړي.
په همدې حال کې په کندز کې د هندواڼو یو شمېر کروندګر او پلورونکي له حاصلاتو څخه خوښي څرګندوي خو دوى د خپلو محصولاتو لپاره د مناسب بازار او سړو خونو له نشتوالي شکايت کوي او وايي، چې د تېر کال په پرتله يې حاصلات زيات شوي، خو د خلکو د اقتصادي ستونزو له امله يې پلور کم دى.
په کندز کې د دغو هندواڼو پلورونکي ټینګار کوي چې که څه هم دغه زیاتوالی د دوی اړتیاوې نه شي پوره کولای، خو له حکومت څخه يي وغوښتل چې په دې برخه کې له دوی سره بشپړه همکاري وکړي.
کندز د هیواد یو له کرنیزو ولایتونو څخه دی چې د افغانستان کندو په نوم هم یادېږي، د دغه ولایت زیاتره خلک په شاوخوا سیمو او ولسوالیو کې په کرنې بوخت دي او د ګاونډیو ولایتونو او پايتخت زياتره غلې دانې برابروي.
\ ذ