امنیت

په زابل کې دطالبانو په يوه مرکز دپوځيانو مرګانى بريد

کابل / دسلواغې  ٢٥مه / باختر :
په زابل کې  دطالبانو دډلې  په يوه مرکز  دهېواددهوايي  پوځ بريد وشو .
په دې بريدکې چې تېره شپه ترسره شو اته   وسله وال طالبان  ووژل شول او مرکز يې له ټولوجګړه ئيزو تجهيزاتو سره دړې وړې شو .
دهېواد په جنوب کې داتل قول اردودريمې لوا ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې طالبان دزابل دارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کې ديولړنويوډار اچوونکو بريدونودطرحې لپاره په دغه مرکز کې راغونډ شوي وو چې بريد پرې وشو .
خبرپاڼه زياتوي چې په دې بريد کې ٨ وسله وال طالبان ووژل شول او مرکزيې له ټولو جګړه ئيزو تجهيزاتو سره دړې وړې شو .
ديوبل  خبر له مخې ، پوځيانودزابل په ګڼ ميشتولارو کې دنهو ماينونوپه کشفولو سره ديولړ چاودنو درامنځته کيدو مخه ونيوله .
طالبان د دغو ماينونو  دښخولوعاملان بلل شوي دي.
ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته