کابل /د لېندۍ ۳۰مه /باختر
په پروان کې دوه تنه د نشه يي توکو د پلورلو په تور ونيول شول.
دغه کسان پرون هغه وخت ونیول شول چې د چاریکارو ښار په مربوطاتو کې یې په روږدو کسانو نشه یی توکي پلورل.
د پروان پوليسو د رسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې له نيول شويو کسانو يوه اندازه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
نيول شويو کسانو په لومړنيوتحقيقاتو کې په روږدوکسانو د نشه يي توکو په پلورلو اعتراف کړى دى.
ج-ا
2 د یوې دقیقې څخه لږ