ټولنه

په پنجشير کې ټولګټې پروژې داستفادې وړ وګرځيدې .

کابل باختر د تلې  نولسمه :
په پنجشير کې نن لس ټولګتې پروژې پرانستلې شوې او داستفادې وړ وګرځيدې .
دپنجشير والي انجنير کمال الدين نظامي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو پروژو کې دسړکونوجوړول او په هغو کريړ اچول  او دسيندونو دغاړو دمحافظوي  ديوالونو او پلونو جوړول شامل دي چې دماليې وزارت او دنړيوال بانک له خوا دڅه دپاسه يوسلو شپږ څلويښتو مليونو افغانيو په لګښت دپنجشير ولايت ددرې ، شتل ، خينج ، پريان او رخې په ولسواليو کې  تطبيق شوي دي .
ديوبل خبرله مخې، دپنجشير ولايت دختيځ  په ولسوالۍ کې  دماليې وزارت او دنړيوال بانک له خوا  دوو نورو ټولګټو پروژو دجوړولوکار پيل شو .
په دغو دوو پروژو کې ددوو کيلومترو په اوږدوالي په سړک  کريړ اچول او ددغه ولايت په خينج  ولسوالۍ کې دڅلور سوه پنځه اتيا مترو استنادي ډيوالونو جوړول شامل دي چې دنړيوال بانک  او دماليې وزارت له خوا داتلسو مليونو افغانيو په لګښت  عملي  کيږي .
  ختم_ عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته