مسکو- نيوزنو – باختر دمرغومې دمياشتې ٩
په روسيه کې نن دچاودنې له امله لس تنه ووژل شول او پنځلس تنه نور ټپيان شول .
د رارسيدلوخبرونو له مخې دغه چاودنه نن سهار په والګاګراد ښار په يو برقي بس موټر کې وشوه.
دخبرى منابعو دخبرله مخې : دا په تيرو دوو ورځو کې په والګاګراد ښار دويم تروريستي بريدو او سختوالى يې دومره و چې دچاودنې سيمې ته څيرمه دودانيو ښيښې ماتې شوې دي .
پرون هم په والګاګراد ښار کې د يوځانمرګي بريد له امله اتلس تنه ووژل شول او پنځه ديرش تنه نور ټپيان شول.
پرونى بريد داوسپنۍ پټلۍ په تم ځاى کې د يو ځانمرګې ښځې له خوا وشو
او دافغانستان جمهور رييس دملګرو ملتو د سازمان دامنيت شورا او دفرانسې حکومت دغه بريد غندلى دى .
د روسيې غږ راديو دخبرله مخې : دپروني چاوديدلې بم تورن د تروتيل موادو دلس کيلوګرامه بم معادل و او کوچنۍ فلزي ټوټې پکې کارول شوې وې چې انسانوته د زيان رسولو د وړتيا دزياتوالي سبب شوى و.
0 1 دقیقه لوستل