ټولنه

د ترافيکي پيښې له امله ١٤ تنه ټپيان شول

کابل –باختر د وږي دمياشتې ١٥
په ننګرهار ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله ١٤ تنه ټپيان شول.
دغه پيښه پرون ناوخته په تورخم بندرکې هغه وخت رامنځته شوه چې له پاکستان څخه د راستنو شويو افغان مهاجرو د سپرلۍ موټر له واټ څخه ووت او چپه شو.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې پيښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٤ تنه ټپيان شول.
ده وويل: دغه موټرکله يې چې له پاکستان څخه راستانه شوي مهاجرين دجلال آباد ښارته ليږدول؛ چپه شو.
په همدې حال کې د ننګرهار په يوه روغتون کې ډاکترانو د دغې پيښې د دريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته