امنیت

څلور تنه ماين ايښودونکي ووژل شول

کابل باختردثور دمياشتي١٠ نيټه :

دميدان وردګوولايت په سيداباد ولسوالۍ کې دناټو دځواکونو دبريد له امله څلور ماين ايښودونکي طالبان ووژل شول.

دميدان وردګو دوالي ويندوى شاهدالله  شاهد باخترا ژانس ته وويل دغه کسان هغه وخت چې د (زيبداغ اونورخيلو)  په ساحه کې دميدان _ باميانو په لويه لاره کې دماينونو په ځا‌ى پر ځاى کولو بوخت و دامنيتې ځواکونو له خوا وپيژندل شول  اودناټو دځواکونو په هوايي بريدکې ووژل شول.

دخبرځاى  دڅرگندونو له مخې و ژل شوي کسان قاري ميرويس ، محمدانعام ، نعمت الله اوصفي الله  نوميږي او دميدان ښار اصلي اوسيدونکي دي او مړي  يي دخلکو له خوا له ساحي څخه ليږدول شوي دي.

دشاهد دڅرگندونو له مخې  له دغو کسانو څخه درې کلاشينکوفونه ، څو ريموټ کنترول اويوه اندازه  چاوديدونکي توکي هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته