ټولنه

دپلخمري له الوان دښتې څخه دکابل تر ارغندې پورې د ٥٠٠ کيلوولټه بريښنا دليږدونې دمزو دغځولو کار دوام لري .

کابل باختر د وږي اته ويشتمه :
د ٥٠٠ کيلوولټه بريښنا  دليږدونې د مزو  دغځولو  دپروژې  قرارداد چې په  ٢٠١٦ ميلادي کال کې دهندي شرکت او کمپنيو  ترمنځ لاسليک شوي وو او ټاکل شوې ده چې کار يې په  ٢٠١٩ کال کې بشپړ اوپه عملي توګه ګټې اخستنې ته وسپارل  شي .
دبريښنا  شرکت دخپرونو دفتر باختراژانس  ته وويل  دغه پروژه دپلخمري ښار دالوان له دښتې څخه دکابل  تر ارغندې پورې د ٢٣٤ کيلومترو په واټن چې دزرميګاواټه  بريښنا د ليږدونې ظرفيت لري غځول کيږي .
  دغه مزى دبغلان  ، پروان او کابل له ولايتونو څخه تيريږي او دميدان وردګو ، غزني ، زابل ، قندهار ، لوګر ، خوست ، پکتيا  او دپکتيکا ولايتونو ته بريښنا تامينوي .
په دې پروژې  ١١٥ مليونه امريکايي   ډالره لګيږي  چې داسيا دپرمختيا بانک له بودجې څخه دافغانستان دولت ته ورکول کيږي .
له بلې  خوا دکابل خوست د ٢٢٠ کيلوولټه بريښنا دليږدونې دمزو دغځولو کار په بشپړه  توګه پاى ته رسيدلى دى  او دويش دشبکې  دجوړولوکار  دلوګر  ، پکتيا او خوست په ولايتونو کې دوام لري .
دغه راز دکابل ، غزني د ٢٢٠ کيلوولټه بريښنا د ليږدونې دمزو دغځولو  کار هم بشپړ او نښلول شوي دي .
دغه راز له غزني څخه تر قندهار پورې د ٢٢٠ کيلوولټه  بريښنا دليږدونې دمزو دغځولو کار په سلو کې  پنځه پرمخ  تللى دى او ټاکل شوې ده له غزني څخه تر قندهار پورې دپنځو  سب استشنونو دجوړولو قرار داد به هم په نږدې  راتلونکي کې اعلان ته وړاندې شي .   ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته