امنیت

د بدخشان د راغستان ولسوالۍ د پاکولو عمليات پيل شول

کابل باختر دزمري د مياشتې ١٠ :
د بدخشان ولايت په راغستان ولسوالۍ کې  پرون دهوايي ځواکونو په ملاتړ  ګډ
چاڼيزعمليات پيل شوي  او تر اوسه پورې څوکلي دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دبدخشان دولايتي شورا  يوه غړي او د راغستان و لسوالۍ استازي احمد جاويد دباختر آژانس خبريال ته وويل :  له پرون   را په دې  خوا  دوسله والو مخالفينو له شتون څخه د راغستان ولسوالۍ  دپاکولو په موخه  پراخ پوځي عمليات  پيل شوي  او څو کلي  دطالبانو له شتون  څخه پاک شوي دي.
خبرځاى وويل: په دغو عملياتو کې دوه تنه  امنيتي ځواکونه شهيدان   او دوه تنه نور  ټپيان شوي دي .
جګړه تراوسه پورې دوام لري او د دښمن د سر دزيان  په باب معلومات نه دي ترلاسه شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته