ټولنه

له کلونو کلونو وروسته په ننګرهار کې واوره ووريده .

کابل باختر د سلواغې دولسمه : له کلونو کلونو وروسته دننګرهار ولايت دواورې داورښت ډګر دى . دواورې دغه اورښت دتيرې پنجشنبې له شپې څخه پيل شوى او تراوسه پورې ددغه ختيځ ولايت په پنځو ولسواليو کې دوام لري . پخوا دحصارک ولسوالۍ په ګډون دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې واوره وريده خو اوس دغه لړۍ داچين ،خوږياڼيو ، پچير اواګام او دهسکې مينې ولسوالۍ ته هم پراخه شوې ده . دواورې دغو اورښتونو ننګرهاريان خوشحاله کړي دي تردې چې آن دجلال اباد له ښار څخه ځوانان دواورې او دهغې داورښت لپاره ولسواليو ته ځي دجلال آباد ښاراوسيدونکي شيرشاه وايي چې واوره الهي نعمت دى اوبايدهرکلي يې وکړو . دى په دې باور دى چې دواورې وروستي اورښتونه دڅو کلنو وچکاليو ټغر راټولوي او د غه راز ددې سبب کېږي چې په دغه ولايت کې دناروغيو کچه ټيتۀ شي دننګرهار ولايت دکرنې اوبو لګولو او مالدارى رييس دباختراژانس خبريال ګلستان غالب ته وويل چې په پنځو ولسواليو کې دواورې داورښت تر څنګ دننګرهار ولايت نورې سيمې دباران داورښت ډګر دى . ده وويل چې دغه اورښتونه به په ننګرهار کې دکروندګرو او کرکيلې لپاره ګټور کال زيرې ورکوونکي وي په ننګرهار کې دزيات تودوخې او دجغرافيايي او دجوي خاصيت په دليل دواورې داورښت له نعمت څخه بې برخې او زيات باران پکې کېږي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته