سیاست

ستر جنرال عبدالرشيد دوستم په ترکيې کې تروريستي بريد وغانده

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٣٠
د جمهوري رياست لومړي مرستيال د ترکيې په سوروچ ښارکې پرونى تروريستي بريد چې له امله يې ٣١ تنه ووژل شول او څه ناڅه ۱۰۰ تنه نور ټپيان شول؛ په کلکه وغانده.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال د دواړو هيوادونو د خلکو ترمنځ دوستانه اړيکو ته اشاره وکړه او د ترکيې د خلکو غم يې د افغانستان د خلکو غم وباله او د خپلې ژورې ډاډګيرنې او غمشريکي مراتب د ترکيې جمهور رييس رجب طيب اردوغان، د قربانيانو کورنيو او د دوست هيواد ترکيې خلکو ته څرګند کړل او د دغې پيښې ټپيانو ته يې د الله (ج) له دربار څخه د سملاسي روغتيا هيله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته