ورزش

په کابل کې دفوټسال شپږ لوبې پيليږي .

کابل باختر  د غبرګولي  يو ديرشمه
درمضان دجام دفوټسال سيالۍ نن شپه په کابل کې په شپږو لوبو سره دوام مومي .  دکابل دفوټبال  فدراسيون  مرستيال عبدالبصير قيومي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې دنيکزاد ټيم دداود زي  بي له ټيم سره  دګذرګاه الف  ټيم داسيا له ټيم سره دستاره ګانو ټيم دپوهنې له ټيم سره او دپارسا ټيم دسعادت له ټيم سره لوبې کوي .
دقيومي دڅرګندونوله مخې  درمضان دجام دفوټسال  سيالي دوه اوونۍ مخکې د ٦٤ ټيمونو په ګدون دبدني روزنې  او سپورت رياست په جمنازيوم کې پيل شوې دي چې هره شپه دوام مومي او دتيرې شپې  په لوبو کې د صداقت  ، دمکروريان دځوانان ، شهرک طلايي ، اميد ميهن او د ياران شمال  ټيمونو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته