ټولنه

پکتيکا والي: د کار کوونکو په دندو ګمارنو کې باید روڼتيا په پام کې ونيول شي.

کابل باختر د ليندۍ اوومه
د کار کوونکو په دندو ګمارنو کې باید روڼتيا په پام کې ونيول شي
دغه څرګندونې د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت  د دغه ولایت د وګړو د احوالو دثبت مدیریت د بېلا بېلو ولسوالیو له مامورینو څخه د ازموینې اخستلو پرمهال وکړې.

د پکتيکا ولایت د وګړو د احوالو د ثبت مدیرت له لوري  د بېلا بېلو ولسوالیو له شپاړسو تنو کسانو څخه په دندو د ګمارنې په موخه ازموینه واخستل شوه.
ښاغلي وحدت د دغې ازموینې د بهیر د کتنې پرمهال وویل: د رهبرۍ په لومړيو ورځو کې مې له پکتیکا والو ځوانانو سره ژمنه کړې وه چې دوی ته به د کار زمینه برابروم، د ټولو ادارو ریېسانو ته مو سپارښتنې کړې دي چې د خپلې ادارې اړوند تش بستونه اعلان ته وسپاري تر څو پکتیکا والو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.
ده  د ازموینې ګډون برخوالو ته ډاډ ورکړ چې ازموینه به له هر ډول درغلیو څخه پاکه وي او د هیچا حق ته به پکي زیان نه رسیږي.
ده دغه راز هیله وښوده چې بې ځایه تورونه دې په ادارو نه لګوي،د یوبل استعدادونه دي نه زيانمنوي؛ په خپلو کې دې یو بل سره سالمه سيالي وکړي او د خپل استعداد په زور دې ځانونه یو ځای ته ورسوي.
د ازموینې برخوالو په خپلو خبرو کې د پکتیکا له نوې رهبري څخه خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې په هره برخه کې یې له پکتیکا والو سره کړې ژمنې په عمل بدلې کړې دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته