TOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د سولې کوښښونه او د دښمن پلانونه

۲۱- کابل / د مرغومي ٩ مه / باختر
له هغه مهاله راهیسې چې په هېواد کې د سولې کوښښونو زوراخیستی دی، ورسره جوخت د سولې د دښمنانو کرغېړنو هڅو هم زور اخیستی دی. دا د سولې د پلویانو او په ټوله کې دافغان ولس دنده ده چې د سولې د دښمنانو کرغېړن پلانونه ناکام کړي او د سولې کوښښونو ته زور ورکړي.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د سولې دښمنان غواړي د هرهغه ګام مخه ونیسي چې په هېواد کې د سولې د بسیاکېدو لپاره اخیستل کېږي. که موږ د تېر یو کال سیاسي او پوځي پرمختیاوو ته کتنه وکړو؛ نو ګورو چې د سولې په برخه کې له سیاسي پرمختګونو سره جوخت، جګړو هم زوراخیستی دی.
په تېر کال کې هم پوځیانو ته اوهم ملکیانو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده. همدارنګه د سولې دښمنان اوس کوښښ کوي نرم او ساده اهداف په نښه کړي. دوی پر بې وسلې ملکیانو برید کوي. په دغو بریدونو کې یا دولتي مامورین په نښه کېږي او یاهم خبرنګاران، د بشري حقونو مدافعان او مدني فعالان.
د بېلګې په توګه ملاله میوند په جلال آباد کې ووژل شوه. هغه یوه خبریاله او د تلویزیوني خپرونو چلوونکې وه، دولتي دنده یې نه لرله، د کوم لوري ملاتړې نه وه، خپله یې د پېښو په اړه قضاوت نه کاوه، بلکې د پېښو په اړه یې خلکو ته رپوټونه برابرول او خپرول او قضاوت یې خلکو ته پرېښود. دغه راز یوسف رشید هم دولتي دنده نه درلوده، کوم نظامی مسوولیت یې نه لاره، په جګړه کې ښکیل نه و؛ بلکې د یو داسې غیردولتي بنسټ مشر و چې دنده یې د انتخاباتو په بهیر کې د شفافیت تامینول دي.
که موږ دا پېښې په ژوره او هر اړخیزه توګه وڅېړو؛ نو دې پایلې ته رسېږو چې پر نرمو اهدافو بریدونه د سولې د روانو کوښښونو د بدنامولو، ناکامولو او شنډولو لپاره د یوې پراخې دسیسې برخه ده.
د دغو ترهګرو بریدونو تر شا د ولاړو کړیو موخه دا ده چې خلک د سولې پر روان بهیر بې باوره کړي او داسې ذهنیت رامنځ ته کړي چې ګنې د سولې روان کوښښونه کومه مثبته پایله نه شي رامنځ ته کولای. د سولې په اړه د ولسونو بې باوري له هر ډول شک پرته پخلاینې ته د رسېدو لپاره روان کوښښونه زیانمنولی شي.
که موږ غواړو چې دا کوښښونه بري ته ورسېږي او د دواړو لوریو پلاوي وکولای شي خبرې د یوې مثبتې پایلې لور ته روانې کړي او بري ته یې ورسوي؛ نو تر هرڅه وړاندې پر دغو خبرو د ولسونو باورته اړتیا ده او دا باور هغه مهال رامنځ ته کېدای شي چې د سولې خبرو پر مهال ټول بریدونه ودرول شي. که له یوې خوا د سولې خبرې روانې وي او له بلې خوا دغه راز بریدونه؛ نو څرګنده ده چې ولس د خبرو پر روان بهیر باور نه کوي او هغه هسې یوه ډرامه ګڼي. له دې امله د اوربند ټینګول د باور د رامنځ ته کولو لپاره یو مهم شرط دی.
دلته باید یو ټکی ښه روښانه کړو او هغه دا چې سوله د دواړو لوریو لپاره باید یو ګډ هدف وي. که داسې ده نو بیا د سولې پر خلاف د ټولو کوښښونو شنډول هم باید یو ګډ هدف وي او د دغه هدف د ترلاسه کولو لپاره په ګډه کار وشي. اوس خو یو ګډوډ حالت دی او هره پېښه چې کېږي، څوک یې مسوولیت نه اخلي او دا نه جوتېږي چې کومه ځانګړې ډله د دغه برید تر شا ولاړه ده.
دغه راز حالت ته د پای ورکولو لپاره باید اوربند ټینګ شي. په اوربند کې بیا دا په ډېره ښه او رڼه توګه معلومېږي چې څوک برید کوي، څوک غواړي د سولې بهیر مخې ته خنډونه جوړ کړي او دا بهیر ناکام کړي. اوربند باید د سولې خبرو د دویم پړاو د اجنډا په سرکې ځای ولري.
پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته