ټولنه

دبدخشان دکرنيزو او دمالدارۍ دخدمتونو دمرکز دودانۍ دجوړولوکار پيل شو

کابل باختر  دچنګاښ ٢٦
دبدخشان ولايت دکرنيزو او مالدارۍ دخدمتونو دمرکز دودانۍ دجوړولوکار  پرون پيل شو .
ددغې ودانۍ دجوړولوکار دبدخشان دوالي او دادارو دنورو مسوولينو له خوا د پټۍ  په پرې کولو  سره په فيض اباد ښار کې دکرنې او اوبو لګولو رياست په انګړ کې پيل شو .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې  دبدخشان ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس محمد سالم ساعي په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه وويل چې ددغې ودانۍ دجوړولو موخه دهغې خصوصي برخې ملاتړ دى چې دکرنې اومالدارۍ  په برخه کې  فعاليت کوي .
دبدخشان ولايت دکرنې او مالدارۍ  دپراختيا دمرکز د پروژې مسوول  انجنير عبدالقهار  وويل چې دغه ودانۍ  دماليې وزارت له  بودجې څخه دشپاړلسو  مليونو افغانيو په لګښت ددوه سوه مربع متره ځمکې په ساحه کې په څلورو پوړونوکې په پاخه اواساسي ډول په  شپږومياشت کې جوړيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته