نړۍ

اسلام اباد _ تهران _ استانبول واټ پرانستل کيږي

اسلام اباد  باختر دثور  دويمه

  دپاکستان  په اسلام اباد کې  کارپوهانو اعلام کړي دي چې د سيمه ئيزو همکاريو د سازمان ايکو ځمکنې ترانسپورت او ترانزيت او داسلام اباد _ تهران ، استانبول  تجارتي او ترانزيتي لاره سږ کال  پرانستله کيږي .

 درارسيدلو خبرونو له مخې د اي تي اي په  نامه ددغي لاري طرحه لس کاله مخکې دايکو داقتصادي همکاريو په سازمان  کې تصويب شوې وه .

 ددغي لارې دپرانستلو تصميم دپاکستان دترانسپورت دوزير ارباب عالمګير خان په ګډون په اسلام اباد کې دترانزيت د ترانسپورت دشورا په غونډه کې اعلام شو .

 دايران دولتي خبري اژانس دارباب عالم ګير خان له خولې وويل په دې غونډه کې دايکو ټولو لسو غړو هيوادونو  لومړنيو لارښوونو ته په پاملرني سره له پاکستان څخه او دايران _ ترکيې له لاري په تجارتي لاري موافقه وکړه .

 ده زياته کړه په دويم پړاو کې به اروپايي هيوادونو ته هم دتجارتي  پرمختياو په هدف نيول شوي تصميمونه او لارښوونې عملي شي .

 دپاکستان دترانسپورت وزير دده دهيواد له خوا د دوونورو پيشنهاد شويو لارو له دې جملي څخه   دپاکستان ، ايران ، ترکمنستان اوپاکستان  ، افغانستان تاجکستان دلارو دپرانستلو خبر ورکړ .

 دايکو دترانسپورت او ترانزيت  دهمغږي دشورا غونډه تيره شپه  دپاکستان په اسلام اباد کې  پاى ته ورسيده .  خبرزياتوي داسلام اباد په ايکو غونډه کې  دليږدونکو وسايطو ، دموټرو دمجوز اووزن ، دکار دساعتونو او دچلوونکو د ويزې لپاره داسانتياو دبرابرولو اونورو موضوعګانو په باب خبري او غور وشو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته