کابل / د کب ۹ مه / باختر
د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د انجنیرۍ کنډک له څو میاشتو ځند وروسته خپل فعالیت له سره پیل کړ.
دغه کنډک له څو ورځو را په دېخوا د ۲۰۷ الفاروق قول اردو په دننه کې خپل فعالیت له سره پیل کړی دی.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د دغه کنډک په فعالیت سره د پخواني حکومت زیات کسان خپلو دندو ته بېرته راغلي دي او په کار بوخت شوي دي.
د انجنیری کنډک، په نظامي برخه کې د ملکي خدماتو یو کنډک دی چې د اوبو رسولو، سړک جوړولو، پوځي وسایطو لېږدولو او د نظامي خدماتو په برخو کې فعالیت کوي.
دغه کنډک د ۲۰۷ الفاروق قول اردو ترمستقیمې څارنې لاندې د لویدیځ زون اردو ته خدمتونه وړاندې کوي.
ع