ټولنه

دکورنيو چارووزارت داستخباراتو درياست دافسرانو سيمينار پاى ته ورسيد .

کابل باختر د غبرګولي شپاړسمه :
دکورنيو چارو وزارت داستخباراتو دلوى رياست شپږ ديرشو تنو افسرانو او ساتمنانو ددغه رياست په قرارګاه کې دبشر دحقوقو او دقانون  دواکمنۍ  دسيمينار له يوې  روزنيزې دورې وروسته دفراغت سندونه ترلاسه کړل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبر ورکړ، په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه دکورنيو  چارو وزارت داستخباراتو دلوى رياست  مرستيال مل پاسوال فريدون امامي داستخباراتو پوليسو ته دبشر دحقوقو دسيمينار جوړولو دافسرانو دپوهې دکچې او ظرفيت دلوړولو په کار کې ارزښتناک  وبلل او افسران يې  ددښمن ددسيسو دکشفولو او د ډار اچوونکو له شر څخه دخلکو دژغورنې  په باب راتلوونکو دندو اومسووليتونو ته ځير کړل .
داستخباراتودرياست مرستيال داستخباراتو په رياست کې دجندر او دبشر دحقوقو دديپارتمنت  دجوړولو خبر ورکړ اوويې ويل چې ددغه رياست مشرتوب دجندر او دبشر دحقوقو دمديريت دکار دپرمخ بيولو ملاتړ کوي .
په همدې حال کې دجندر او دبشر دحقوقو درياست مرستيال سمونوال سيد عمر  صبور اوڅو تنو برخه والو په هيواد کې داستخباراتو دپوليسو رول مهم وباله اوويې ويل چې دتروريستي بريدونوکشف او شنډول مخکې له مخکې داستخباراتو دلوى رياست دمنسوبينو اصلي دندې اووجيبې  دي اودوى کولاى شي دامنيت اوعامه نظم په تامينولو کې ستر رول ولوبوي .
په دې سيمينار کې دبشر دحقوقو مفهوم ، افغانستان ته دبشر دحقوقو دکميسيون معرفي ، دبشر دحقوقو نړيوال سندونه ، دبشر دحقوقو له ملي او نړيوالو معيارونوسره سم ځورونه ، دماشومانو حقوق اوپه افغانستان کې  دهغوى ستونزې،دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دبندولو قانون ،د قانون واکمني ، انتخابات  او دهغو ارزښت دبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون دښوونکو له خوا داستخباراتو  درياست شپږ ديرشو تنو افسرانو او ساتنمنانو ته ددريو ورځو لپاره لوست ورکړ شو .
  په پاى کې داستخباراتو درياست ، دجندر اودبشر دحقوقو درياست دمشرتابه هيئت او دبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون دښوونکو له خوا دسميينار  په برخه والو تصديق ليکونه او ستاين ليکونه وويشل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته